IQNA

 په یمن کې د نړیوالو قرآني سیالیو لپاره د انتخاب ازموینه

7:38 - August 06, 2025
د خبر لمبر: 3491503
 ایکنا - د یمن د اوقافو او ارشاد وزارت اعلان کړی چې دا هیواد د نړیوالو قرآني سیالیو لپاره د خپلو استازو د ټاکلو په موخه ځانګړې ازموینه جوړوي.

ایکنانیوز د cratar.net  له قوله راپور راکړ،دغه ازموینه د هغو غوره حافظانو د انتخاب لپاره ده چې غواړي په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. د نامو د ثبتولو موده د اګست تر ۳۱  ( د سبنلې ۹) پورې تمدید شوې ده.

ددغه وزارت په اعلامیې کې وئېل شوي دي، دا تمدید د دې لپاره شوی چې نارینه او ښځینه حافظانو ته زیات فرصت ورکړل شي څو خپل قرآني استعدادونه وښيي.

دا ازموینه به ې

  • د قرآن کریم د بشپړ حفظ تلاوت په تجوید سره په قرائتونو د (عشره قرائات) تسلط په بڼه  ترسره شي.

یاد وزارت له ټولو هغو کسانو چې شرایط لري غوښتنه کړې چې د ګډون ځانګړی فورم له لاندې لینک څخه ډک کړي: 

🔗 https://forms.gle/nAkYMmwgedoyszQZ7

دا ازموینه د یمن د اوقافو وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د مختلفو ولایتونو قرآني استعدادونه ومومي او هغوی د نړیوالو قرآني محافلو لپاره چمتو کړي. دا چاره د یمن د قرآني موقف ښکارندويي کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4298208 

captcha